اسلام آباد15 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د قانون دوه مخيزه نه شي كېدې٬كله چې انصاف نه ښكاري نو پوښتنې به كېږي٬يو ټاكلې وزيراعظم د اقامې په بنياد كور ته لېږلې شوې٬په هغه د كرپشن كوم تور نشته٬تورونه او ثبوتونه لټولې كېږي٬د جے آئي ټي راپور تراوسه عبوري د??٬د كوم واليم 10 چې اوس جوړېږي او شريك قانوني معاونت تراوسه نامكمله دے۔د شورو په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې و??ئيل مريم نواز چې كوم ټوېټ كړے هغه پوښتنې ټول قام كوي خو د هغې ځواب به په 2018 كښې د پاكستان اولس وركوي٬ دې و??ئېل يو اشتهاري كوم چې دوه كاله پس د ترهه ګرۍ عدالت ته وړاندې شو د هغې نه پس هم د هغه پريكړه محفوظ كړې شوه۔دې و??ئيل وړومبې درخواست كوم چې سپريم كورټ كښې دائر شوے ؤ هغه منلې كېږي هم او بل خوا يو داسې پريكړه شوې د كومې تور او ثبوت چې نن هم لټولې شي او په هغې يو ټاكلې وزيراعظم كور ته لېږلې كېږي۔دې و??ئيل محمد نواز شريف يو اولسي لارښود دے او ټول دا حق لرې چې انصاف وكړې شي