اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) جسټس (ر) جاوېد اقبال د نېب چېئرمېن په توګه خپلې ذمه وارۍ پغ??ړه اخستې دي ٬ څوك چې څلورو كالو لپاره په دې چوكۍ غوره كړې شوې ۔د نېب پخواني چيئرمېن قمر زمان چوهدري خپله څلور كلنه موده ترسره كولو نه پس د نهې په ورځ ريټا??ر شوې۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال د اګست په وړومبنۍ نېټه كال 1936 كښې په كوئټه كښې زېږېدلې ٶ٬ په كال 1971 كښې ئې د پبلك پراسېكيوټر د چوكۍ ذمه وارۍ په غ??ړه اخستې وې٬ په كال 1981 كښې د قانون محكمې دوهم سېكتر او په كال 1982 كښې د لنډ مهاله سېكتر وظيفه ترسره كړې۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال په كال 1982 كښې د سېشن جج په توګه عدالتي كېريئر پېل كړې٬ د كال 1990 نه تر 1993 د هائي كورټ رجسټرار پاتې ٶ او هم په دغه كال د هائي كورټ جج جوړ شوې۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال په كال 1999ء كښې د پي سي او له مخې سوګند پورته كړو او په كال 2000 كلښې د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس وټاكلې شو٬ د اپرېل په 28مه نيټه كال 2000 كښې د سترې محكمې د جج په حېث ئې سوګند پورته كړو۔ پخواني چيف جسټس افتخارمحمد چوهدرې ?? چيف جسټس چوكۍ نه د اخ??ا كولو نه پس ?? چيف جسټس په توګه ئې هم وظيفه ترسره كړې خو ده د نومبر 2007 د اېمرجنسي نه پس د سوګند پورته كولو نه انكار وكړو۔ جسټس جاوېد اقبال د جولائي په 24مه نيټه كال 2011 كښې ريټا??ر شوې او د اېبټ آباد كمېسون او د بې دركه كسانو د كمېسون مشر هم دے۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2045)