اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) دوهم داخله وزير شهريار اپريدي وئيلي دي د ټولو وګړو د ځان او مال ??فاظت د رياست ذمه واري ده٬ هزاه كميونټۍ سره چې كوم زياتې شوې د هغې ازاله به كولې شي٬ ??ه نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد عزم لرو٬ داسې ګامونه پورته كوٶ چې ورسره به هېڅوك قانون په لاسو كښې د اخستو جرات اونه كړې شي٬ ??ه آئین او قانون به هېڅ ډول سودا نه كوٶ٬ د هېواد د بدنامۍ سوب جوړېدونكې تنظيمونه به د عبرت نښې جوړٶ۔ شهریار خان آپریدي دا خبرې د نهې په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وكړې۔ ده ووئيل اوسني حكومت د هېواد په زړه پورې تشخص لپاره انقلابي اقدامات كړې ٬ په خارجه پاليسۍ كښې اصلاحاتو سره د ويزې نوې پالسي معرفي كړې شوې ٬ ځوانانو ته خواست كوٶ چې د خارجي مېلمنو عزت وكړي۔ ده ووئيل د ذوالفقار بخاري سره كوئټې ته تللې ووم ٬ د مذاكراتو نه پس هزاه كمېونټۍ دهرنا ختمولو ت?? صلاح شوې٬ دوي دا موقف لرلو چې مونږ پاكستانيان يو او مونږ دې پاكستانيان اوګڼلې شوو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د وزیراعظم په وژن عملدرآمد لپاره مونږ مخ په وړاندې ر??ان يو٬ د بلوچستان وزیراعلیٰ ټول ټيم ٬ آئي جي ٬ چيف سېكتر ٬ د كوئټه كمشنر او دوهم كمشنر او د سدرن كمانډ د كمانډر كردار هم مونږ ستائنه