اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي كومه هم ټولنه د تعليم نه غېر پرمختګ نه شي كولې٬د پاكستان تحريك انصاف حكومت د تعليم او انصاف څانګې ته پام لرنه كوي٬په وګړو سرمايه كاري كولو سره به هېواد پرمختګ وكړي٬د هېواد او قام اصل تحفظ د صحت مندې ټولنې جوړول د تعليم د لارې ممكن دي٬د حېدرآباد پوه??تو?? په تكنيكي بنيادونو جوړول غواړو دغسې چې ځوانانو ته د تعليم سره سره په سباؤن كښې روزګار ترلاسه كولو كښې آساني وي٬نوې نسل د اسلام حقيقي تعليماتو ٬ د نبي اكرم ۖ د ژوند او تاريخ څخه خبرولو ته اړتيا لري ٬تقريبا ً 90 ف??صد?? ځوانان په انګريزۍ نه پوهېږي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حېدرآباد پوه??تو?? د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته وېنا كښې وكړې۔د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر فروغ نسيم٬د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د انفارمېشن ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد مقبول صديقي هم دستورې ته خطاب وكړو۔په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬د وفاقي او صوبائي اسمبلۍ غړو او د تعليم پوهانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل زه نن ډېر خوشحاله يم چې د يو بل پوه??تو?? د بنياد تيګه كېښودلې شوه۔په دې وخت كښې به د سړكونو د بنياد تيګه اېښودلې شوه خو مونږ د تعليمي ادارو د بنياد تيګه اېږدو ځكه چې وګړي تعليم ترلاسه كوي نو انفراسټركچر به هم جوړ شي۔ده ووئيل كوم قامونه چې په خپلو وګړو سرمايه كاري كوي هغه زيات پرمختګ كوي۔ده ووئيل تعليم او صحت نه غېر كوم هم قام پرمختګ نه شي كولې٬زمونږ خوږ پیغمبر ۖ د جنګ بدر نه پس يو لوې اقدام كړی دا كړے ډې د بنديوانو په اړه يې پريكړه كړې وه چې كوم بنديوان لسو مسلمانانو له زده كړې وركړي هغه به آزاد وې۔وزيراعظم ووئيل مونږ داسې رول ماډل لرو كوم چې په نړۍ كښې تر ټولو لويې شخصيت او رول ماډل ګڼلې كېږي او هغه ته ښه معلومه وه چې كوم هم قام په تعليم٬تحقيق زور راوړو هغه په نړۍ كښې پرمختګ كوي۔ده ووئيل د 20 پېړۍ په پېل كښې په څو كلونو كښې امريكا تر ټولو وړاندې لاړه ځكه چې په امريكا كښې تر ټولو زيات ګريجويټس او پي اېچ ډيز وو۔ ده ووئېل نن كه د سنګاپور پوه??تو?? بجټ وكتلې شي نو معلومه به شي چې د ټول پاكستان د پوه??تو??ونو څخه د هغې بجټ زيات دې۔ده ووئيل د پاكستان برآمدات 24 اربه ډالره دي دغسې د سنګاپور برآمدات 330 اربه ډالر دي۔د دې څخه ثابته شوې چې هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې د تعليم٬انصاف او صحت په څانګه كښې وړاندې وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به په دې ځان پوهه كول وي چې زمونږ د مجموعي آبادۍ 60 ف??صد?? په تر 30 كالو ځوانانو مشتمل ده ٬كه موڼږ دغه ځوانانو له تعليم وركړو نو پاكستان به د پرمختګ پلو روان شي۔ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح تقريرونه او علامه اقبال سوچ هم دغه وو چې پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي۔عمران خان ووئيل پاكستان چې د كوم مقصد لپاره جوړ شوې ؤ هغه مقصد تراوسه پوره نه شو۔ده ووئيل پاكستان عظيم هېواد جوړولو له به په تعليم او انصاف زور راوړول وي ځكه چې كومه هم ټولنه هر مشكل او چېلنج زغملې شي خو ظلم او ناانصافي نه شي زغملې۔زمونږ د نوې پاكستان بنياد په تعليم او انصاف ولاړ دے۔ده ووئيل كله چې ما د ميانوالي د ځوانانو صورتحال وكتلو نو سوچ مې وكړو چې دې سيمې لپاره دې ټېكنيكل كالج يا پوه??تو?? جوړ كړې شي نو بيا هلته نمل پوه??تو?? جوړ شو چې پكښې ټولې ټېكنيكل څانګې موجود دي۔ وزيراعظم ووئېل د نمل پوه??تو?? څخه ګريجوېټ كونكو ته د برېډ فور ډګري ترلاسه كېږي۔تر ټولو زياته ښه خبره دا ده چې سږ كال د نمل پوه??تو?? ميانوالي څخه ګريجويټ شوي 92 ف??صد?? زده كونكو ته نوكرۍ ترلاسه شوي۔عمران خان ووئيل مونږ هڅه كوو چې د حېدر آباد پوه??تو?? هم ټېكنيكل پوه??تو?? جوړ شي۔ده ووئيل نمل پوه??تو?? به خپلې تجربې د دې پوه??تو?? سره شيئر كوي او وفاق به د پوه??تو?? مرسته كوي۔ده ووئيل د ځينو كسانو سره په ګډه سوهاوا كښې القادر پوه??تو?? جوړو د كوم به چې دوه څانګې وي چې يوه سائنس او بله كښې به صوفي ازم ښودلې شي۔په دې پوه??تو?? كښې به د حضور پاك ۖ په سيرت طيبه تحقيق كولې شي چې ورسره به د نړۍ په وړاندې د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل خپل نوې نسل ته به وئېلي شي چې د كلمه په بنياد جوړ شوي هېواد لپاره څه هلې ځلې شوي او زمونږ د پیغمبر ۖ پاك ژوند څنګه دے او څنګه په هغې بشپړه عمل كېدې شي٬ ده ووئېل چا دا نه دي لوستي چې تر ټولو عظيم پیغمبر ۖ يو پوره نظام او قوانين رامخې ته كړي۔وزيراعظم ووئيل د حضور پاك ۖ په شان كښې چې څوك ګستاخي وكړي نو په ښه ډول ځواب نه وركړی كېږي٬كه په صحيح معنو كښې د اسلام پھ اړه معلومات وي٬تحقيق وي نو لوېديز له ښه او كوټلي ځواب وركړی كېدې شي۔ده ووئيل حكومت د او آئي سي ملګري ملتونه او اروپائي ائتلاف فعاله كړی چې د آزادۍ څرګندونې په نامه وګړو له د پیغمبر پشان كښې د ګستاخۍ اجازه نه شي وركړی