اسلام آباد 01 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی د او آئی سی خارجه وزيرانو كنفرنس كښې د ګډون نه كولو اعلان كولو سره وئيلي چې په دې ??هم فورم به اوس د لاندې ??چه چارواكي د پاكستان نمائندګي كوي، كه د غونډې پھ مهال ه??د له د مبصر درجه وركولو هڅه وكړې شوه نو بشپړه مخالفت به ئې كولې شي، سوئيلي اسياﺀ كښې امن لپاره د اولس مشر ټرمپ د جذبې قدر كوو، امن او سيمې لپاره چې څوك هم خبره كوي هغه د ستائنې وړ دې، د هند حكمران ګوند په هر صورت كښې په ټاكنو كښې كاميابي غواړي، د هند د 23 اپوزیشن ګوندونو بيان راغلې دې چې مودی د خپل سیاست لپاره د هند پوځ استعمالول غواړي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې خارجه وزير ووئيل تيره ورځ د مخالفې ډلې شمر میا شهباز شریف او خواجه آصف هم د او آئی سی خارجه وزيرانو په غونډه كښې د هند پھ رابللو د تشویش څرګندونه كړې وه او د هغوي غوښتنه وه بايد پاكستان خپل پوزیشن واخلي۔ ده ووئيل كله چې په شريك قرارداد مونږ مشاورت كولو نو په هغه مهال ما د ایاز صادق، رضا ربانی او خورشید شاہ پشمول نورو سياسي لارښودو سره مشاورت كړې ، د ټولو نكته نظر واضح شوې۔ ده ووئيل د او آئی سی وزراتی غونډه ابوظهبی كښې كېږي، هند نه د او آئی سی غړې او نه مبصر دې ، هند زمونږ د مشاورت نه غير رابللې شوې، د او آئی سی عمومي سيكتر او د تركیې خارجه وزير او ایران هم په دې ??نفرنس كښې د هند د رابللو څخه لاعلم ؤ، د هند رابللو په اړھ چې كوم مشاورت پكار ؤ هغه نه دې شوې۔ خارجه وزير وئويل متحدہ عرب امارات د پاكستان ملګرې او يو ورور هېواد دې، ګڼ پاكستانیان په متحدہ عرب امارات كښې كار كوي ، په هر سخت وخت كښې یو اے ای د پاكستان مرسته كړې په دې ??ونږ د هغوي مننه كوو ، یو اے ای د ميلمه پھ هيڅ ه??د له بلنه وركړې، زما پھ دې ??عامله د شیخ عبداللہ سره خبره شوې، ما په تاریخی حوالو سره د پاكستان نكته نظر وړاندې ??ړې او ما خواست كړې چې د هند رابللو په پريكړه دې ??ظرثانی وكړې شي، شیخ عبداللہ دا موقف لرلو چې كله مونږ ه??د له بلنه وركوله نو هغه وخت د پلوامه پېښه نه وه شوې، كه دغه پېښه شوې وې نو زموڼږ موقف به بيا بل وې، اوس مونږ هغوي له بلنه وركړې دا به زمونږ لپاره مشكل وي چې بلنه بيرته واخستلې شي خو بيا هم مونږ په دې ??شاورت كوو۔ خارجه وزير ووئيل په 26 فروری چې كله په پاكستان جارحیت وشو نو زما د هغوي سره بيا خبرې وشوي ، ما خواست وكړو چې د پاكستان اولس د یو اے ای او د هغه د پلار سره مينه لري ، د مينې د دغې جذباتو او تعلق دا تقاضا ده چې دا غونډه وځنډولې شي، په دې اړه چې هغوي كوم موقف لرلو هغه ئې وړاندې ??ړې۔ خارجه وزير ووئيل په 26 فرورۍ ما وړومبې خط وړاندې ??ړې۔ خارجه وزير د خط ځينې مندرجات هم ايوان كښې واورول كوم كښې چې وئيلي شوې چې ه??د له ورګړې شوې بلنه دې بيرته واخستلې شي كه داسې ونه شوه نو پاكستان به په دې ??ښې ګډون نه كوي ،په 27فروري ما يو بل خط ليكلې ، تيره شپه د نور سوچ او مشاورت نه پس يو بل خط ليكلې شوې كوم چې هغوي ته لېږلې شوې، په دغې خط كښې د شريك قرارداد نكات هم شامل كړېشوې د?? او یو اے ای ته خواست شوې دې چې ه??د له ورګړې شوې بلنه دې بيرته واخستلې ش?? او كه داسې ونه شوه نو پاكستان د او آئی سی خارجه وزيرانو پھ غونډه كښې ګډون نه شي كولې۔ خارجه وزير ووئيل د حالاتو په تناظر كښې مونږ پريكړه كړې چې د كونسل آف فارن منسټر په غونډه كښې به ګډون نه كوو خو په دې غونډه كښې به د لاندې ??چې اهلكار د پاكستان نمائندګی كوي ځكه چې په كشمیر په اړه زمونږ 19 قراردادونه دي، په دغې قراردادونو كښې د كشمیری اولس د آزادۍ هلې ځلې او په هغوي د روان هندي ظلمونو ذكر دې، د پاكستان نمائندګی ضروری ده دغسې چې د غونډې پھ مهال ه??د له د مبصر درجې وركولو هڅې وشي نو بشپړه مخالفت به ئې كولې شي۔