اسلام آباد ۔20 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي قا??ون ته به ټولو له ځواب وركول وي او د پلټنيو شريكې ډلې راپور راتلو سره به سمدستي كارروائي كولې شي۔ د ځپلې شويو بچو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ د اتوار په و??ځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر ساهيوال كښې تېره و??ځ د رامخې ته شوې پېښې په اړه خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل پ?? خپلو سترګو د مور او پلار په ګولو ويشتل كېدل ليدونكو ماشومانو حالت كتلو سره تر دې دمه خفګاني كېفيت كښې يم۔ داسې صورتحال د كوم هم مور پلار لپاره ډېر زيات تكليف ورك??ؤن??ې وي۔ وزيراعظم ووئيل د ځپليو ماشومانو خيال ساتل د رياست ذمه واري ده۔ وزيراعظم ووئيل سي ټي ډي د ترهګرۍ په ضد ښه كارونه كړې دي ولې ټولو له به د قا??ون ځواب كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د پلټنيو شريكې ډلې (جے آئي ټي) راپور راتلو سره به سمدستي كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل د خپلو ټولو وګړو حفاظت د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده