اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي او راديو په يو انتظامي كنټرول كښ?? راوستلو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دواړو ادارو بورډ مو يو كړې۔ پي ټي وي به يوه ګټه وره اداره جوړوو۔ رېډيو پاكستان به دوه كاله كښ?? په خپلو پښو اودروو۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د پوښتنو دمې په مهال د شاهده رحماني د پوښتنې په ځواب كښ?? دوهم وزير علي محمد خان ووئيل د پي بې سي د اثاثو په لړ كښ?? پرېكړه د پي بي سي بورډ آف ډائرېكټرز كوي كوم چې يو مجاز فورم دے۔ د راديو پاكستان يو وارې بيا په خپلو پښو اودرولو او دا يوه ګټه وره اداره جوړولو له به حكومت ګامونه پورته كوي۔ څوكه به بې روزګاره كولې نه شي ولې بياهم په تېرو دورونو كښ?? ادارو كښ?? د خپلې خوښې كسان بھرتې كړې شوي ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د راديو پاكستان ميوزيم كښ?? دا معلومه شوې چې په كال 1960ء كښ?? به د راديو ټرانسميټر په شمول نورې آلې م??نږ پخپله جوړولې ولې اوس هر يو څيز د بهر څخه راغوښتلې شي۔ ده ووئيل راديو پاكستان ته هر كال حكومت 55 اربه 65 كروړه روپۍ وركوي۔ د راديو آمدن 20 كروړه روپۍ دے۔ م??نږ ورله يوه بشپړه منصوبه بندي كوو۔ ده ووئېل د راديو پاكستان او پي ټي وي بورډ مو يو كړې۔ په راتلونكې پ??اؤ كښی به دا د يو انتظامي كنټرول لاندې كوو