چترال 13 دسمبر (اے پي پي) د چترال په ښكلې دره كېلاش كښې د كېلاش قبيلې كلن مذهبي تهوار چهومس په ښه ډول روان دے٬ پ?? تهوار كښې ښځې او سړي مذهبي سندرې وئيلو سره د روايتي رقص د لارې د خوشحالې څرګندونه كوي۔ په كېلاش كښ?? واوره هم ورېدلې خو سره د سخت ساړه د كېلاش د خلقو په جذبو د موسم كوم آغېز نه دې شوے۔ د كېلاش ځوانان د طبلې په ځائ جېري كېن غږولو سره خپل شوق پوره كوي۔ د تهوار په موقع ځينې د زيات عمر ښځې د ش??ې په وخت اور بلولو سره په غاړه ودرېږي ٬ مذهبي سندر?? وائي او دعاګانې كوي۔ يوې كېلاشې مېرمنې زمونږ نمائند?? ته ووئيل چې هغه به درې ورځې پس خاص ځايونو ته ځي٬ هلته د سړو او ښځو خپل خپل ځايونه وي او دوي هلته درې ورځې پاتې كېږي۔ شبېر احمد خان څوك چې ?? كېلاش قبيلې مذهبي قاضي دے٬ وائي چې ?? كېلاش خلق چهومس تهوار زياتره د ش??ې په وخت لمانځي خو مونږ د ش??ې په وخت خپلو عبادت ځايونو ته په تللو كښې د سختو لارو نه تېرېدو سره سخت تكليف سره مخ كېږو ځكه چې ??لته رڼا نه وي۔ ده ووئيل چې ??كومت اعلان هم كړے و چې ??وي لپاره به د رڼا بندوبست وكړي خو تر اوسه دا بندوبست ونه شو۔ ده غوښتنه وكړه چې ??وي لپاره دې د رڼا بندوبست وكړے شي٬ لارې كوڅې دې پخې كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې ?? چهومس تهوار به د روانې مياشتې تر 22مه نېټه روان وي