اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) نوے ډيلي كښې د پاكستان هائي كمېسون سكهر كښې شېو آوتاري ست ګرو سنت شادارام د 310مې زېږېدنې په دستورو كښې ګډون لپاره 220 هندي زائرينو ته وېزے جاري كړې شوې دي۔ د زېږېدنې دستورې به د پنځم نه تر شپاړسم دسمبر دوام لري۔ نوے ډيلي كښې دپاكستان هائي كمېسون له مخې 300 كلن پخوانې درمسال (مندر) شاداني دربار ګرده نړۍ كښې هندو رائرينو لپاره يو مقدس ځائ ??ے٬ د ضلع ګھوټکي په حيات پتافي سيمه كښې د شاداني دربار د بنياد تيګه په 1786 كښې سنت شادا رام صاحب اېښې وه څوك چې په 1708 كښې په لاهور كښې زېږېدلې ٶ۔ هندو زائرينو ته د وېزو وركړه د اولس ترمېنځه د تګ راتګ او د مقدس ځاي??نو دورو په غرض د پاكستاني حكومت د هلو ځلو برخه ده ۔ پاکستان د مقدس ځاي??نو تحفظ او د ټولو عقيدو لرونكو له د ھغوي ځاي??نو ته رسنې لپاره د ټولو ممكنه آسانيو وركولو عزم لري