اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي ??ې پاكستا?? او امريكا د اوږدې مودې نه د يو بل اتحاديان دي٬ بايد دواړه هېوادونه خپلې اړيكې بي?? د سره جوړې كړي٬ په افغانستان كښې ام?? او استحكام لپاره اسانيې وركولو ته تيار يو۔ د امريكې ټي وي چېنل فاكس نيوز سره په مركه كښې ده ده ووئيل چې د پاكستا?? او امريكې ترمېنځه د تېرو څو لسيزو اړيكې دواړو هېوادونو لپاره ګټورې پاتې شوې دي او پاكستان دا اړيكې درست كول غواړي۔ ده ووئيل چې هغه ډالرو يا مرستې لپاره امريكې ته نه دې راغلې بلكې هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې سمول غواړي كومې ??ې په تېر وخت كښې خرابې شوې دي۔ د فاكس نيوز له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي تسليم كړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په دور كښې امريكې سره د پاكستان اړيكې ښې نه دي خو ده واضحه كړه چې د افغانستان د اوسني صورتحال په پاكستان تورونه لګول درست نه دي۔ ده ووئيل چې كله امريكا په مشكل كښې ښكېل شي نو هغه په هغو سيمو ٬ خلقو او ادارو كښې د قربانې ګډ لټوي كومې ئې ??ې په هيلو پوره نه وي۔ ده ووئيل ??ې پاكستان په افغانستان ام?? او استحكام لپاره هر ډول اسانيې وركولو ته تيار دے ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان كښې ام?? او استحكام زمونږ په خپله ګټه دے