اسلا?? آباد ۔ 10ستمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د قبائلي ضلعو په عارضي توګه د بې كوره شوو كسانو د كورونو سروے عمل روان دے۔ تر دې دمه د 83 زر?? كورونو سروے پاي ته رسېدلې ده۔ دې كښې د 48 زر?? كورونو معاوضه وركړې شوې۔ د بحالۍ او بيا رغونې پروګرام منېجر شكيل اقبال د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د خېبر پختونخوا قبائلي ضلعو كښې د آپرېشن ??رب عضب په نتيجه كښې په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د كورونو سروے عمل روان دے۔ تر دې دمه د 83 زر?? كورونو د سروے عمل بشپړ شوے۔ د سروے دا عمل به سږ كال تر دسمبر مياشتې دوام لري۔ ده ووئيل تر دې دمه د 48 زر?? كورونو معاوضه ادا كړې شوې ۔ د باقي پاتې كورونو د معاوضې ادا كولو عمل روان دے۔ ده ووئيل د بېخي ويجاړو شوو كورونو معاوضه د كور په سر 4 لكه او په جزوي توګه د ځپلي كور معاوضه 60 زر?? روپۍ وركولې شي۔