اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نوي ټاكلي شوي اولس مش?? ډاكټر عارف الرحمن علوي د پاكستان ديارلسم اولس مشر په حېث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ د اتوار په ورځ ايوان صدر ??ښې په يوه ساده ولې درنه دستوره ??ښې د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس ثاقب نثا?? ډاكټر عارف علوي څخه دده د منصب سوګند واخست۔ دستوره ??ښې وزيراعظم عمران خان او پخواني اولس مشر ممنون حسېن هم ګډون و??ړو?? په دې مهال د سېنېټ چيئر مېن صادق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشران ٬ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان ٬ د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په شمول اعلی سول او پوځي چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره ??ښې د سعودي عربستنان د اطلاعاتو وزير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ پارلماني غړو او د بېلو سياسي لارښودو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون و??ړو?? دا خبره دې ياده وي چې ډاكټر عارف الرحمن علوي د روانې مياشتې په 4 مه نېټه اولس مشر ټاكلې شوې وو(