اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې حكومت به د آزادې او ذمه وارۍ مېډيا ودې له هره ممكنه مرسته روانه ساتي٬موجوده جمهوري حكومت آزادۍ سره د رائے پھ څرګندونه باور لري٬آزاده مېډيا جمهوريت مضبوطولو او جمهوري رواياتو ته وده وركولو له ضروري ده۔ده د جمعې په ورځ د اے پي اېن اېس پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل كوم هم قانون د مېډيا او د دې د نمائنده تنظيمونو مشاورت نه غېر نه جوړېږي٬د مجوزه مېډيا رېګوليټري قانون مقصد مېډيا ته آسانۍ وركول او دې سره مرسته كول دي۔د?? ووئيل ?? اشتهاراتو په جاري كولو كښې به حكومت سپيځلتيا باوري كوي۔د مسلم ليګ(ن)حكومت د اشتهاراتو په لړ كښې ناوړه تګلار كارولو سره د ذاتي شهرت او ګټو لپاره اشتهارات جاري كړې وو۔د ملاقات په مهال پلاوي د ادائيګو پشمول د بقاياجاتو معامله هم رامخې ته كړه۔وفاقي وزير د اے پي اېن اېس لخوا د رامخې ته كړی شويو ستونزو هواري له د بشپړې مرستې باور وركړو۔ملاقات كښې پرنسپل انفارمېشن آفيسر شفقت ج??يل ??و د انټرل پبلك ونګ ډي جي طاهر خوشنود هم موجود وو