بيجنګ 12 اګست (اے پي پي) د چين پخواني سفارتكار او د چارچر انسټي ټيوټ سنيئر ريسرچ فېلو چنګ جيانګ وئيلي دي چې د عمران خان لخوا د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته كولو ??ه پس به د پاكستان او چين سدا بهار دوستي او ستراتېژېكي شركت لا قوي شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين په اړيكو كښې به كوم بدلون نه راځي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې به په سباؤن كښې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د عمران خان په مشرې كښې دريم ګوند په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ تحريك ا??صاف د عمران خان په مشرې كښې دې نعرې س??ه په ټولټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې چې هغه به د كرپشن په ضد مبارزه كوي او اصلاحات به راولي۔ ده ووئيل چې عمران خان ته به خپل لوظونه پوره كولو ??پاره سخته خواري كول وي۔ د پاكستان او د هند اړيكو په اړه ده ووئيل چې عمران خان د كاميابې نه پس د دواړو هېوادونو اړيكې معمول ته د ر??وس??لو امېد پېدا كړې او د هند وزيراعظم هم امن او استحكام لپاره د عمران خان د خواهش ستائنه كړې۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل چې د پاكستان لوړه اقتصادي شرح په ځائ ساتلو ??ښې سي پيك مهم كردار ترسره كړې۔ د دې پروژې به نه يوازې اقتصادي ګټه وي بلكې دې س??ه به د خلقو د ژوند معيار لوړ شي او سماجي ګټه به هم وركړي۔ ده ووئيل چې دې پروژې س??ه پاكستان د توان په مسئله قابو موندلې او هيله ده چې دې پروژې س??ه به ځائي خلقو لپاره د روزګار 10 لكه موقعې پېدا شي۔