اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د خزانې لنډ مهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي د پاكستان د چاپيريال خيرنتيا سوب جوړېدونكي ګاز اخراج كښې برخه د نشت برابر ده خو بيا هم په نړيواله كچه رامخې كېدونكې د موسمياتي بدلون منفي آغيز نه د زيات ځپليو هېوادونو په صف كښې شامل دے٬ نړيواله ورورولي او ډونرز دې د موسمياتي بدلون خطرو مخنيوي په هلو ځلو كښې د پاكستان معاونت وكړي۔ وفاقي وزيرې دا خبرې د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ ا??را?? دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) ندیم احمد، د اسیائي پرمختيائي ب??نك كنټري ډائرېكټر ژیاؤ هونګیانګ، د موسمياتي بدلون وزارت ، د منصوبه بندۍ کمېسون او د اقتصادي ډويژن وفاقي سېكترانو او د ډيزاسټرمېجمنټ ادارو چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزيرې د نېشنل ډیزاسټر رسک مېنجمنټ فنډ ا??را?? ستائنې كولو سره ووئيل د موسمياتي بدلون او د خيرنتيا عواملو ل?? امله په نړۍ كښې د ناګهاني آفتونو پرله پسې د رامخې شوو پېښو تر مخه د آفتونو خطر كښې د كمي راوستلو څانګه ډي آر آر ډېر ??هميت اختيار كړے ۔ دې ووئيل منطقه كښې د ناڅاپي آفتونو څخه كېدونكې مالي او ځاني زيان ډېر ??يات دے۔ دې ووئيل د ګرین هاؤس ګیسز په اخراج كښې يوازې د يو فيصده برخې باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون د منفي آغيز نه په زياتو ځپليو هېوادونو كښې شامل دے٬ دې ووئېل زيانونو څخه د بچ كېدو هڅو په لړ كښې نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ جوړ كړې ۔ دې ووئيل آسيائي پرمختيائي ب??نك ٬ سوئس اېجنسي فار ډوېلپمنټ اېنډ كوآپرېشن اور اسټرېلين اېډ نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ لپاره روپی وركړي ٬ پاکستان په دې لړ كښې د نړيوالې ورورلۍ او ډونرز ادارو مرستې ته هم اړتيا ده ۔ دې ووئيل د آفتونو مناسب انتظام او د تيارۍ نشتوالي په سوب نړۍ ته ډېر ??يان رسېدلې خو پاكستان په دې لړ كښې د خپلو تجربو نه زده كړې سره ??با??ن كښې د داسې زيان شدت كښې كمې راوستې شي۔ وفاقې وزيرې ووئيل هېواد له د ناڅاپي آفتونو مخنيوي تيارې پكار دي او په دې لړ كښې صوبو٬ د ځائي حكومتونو او د ځائي ابادۍ ترمېنځه رابطې او همكارۍ ته وده وركول پكار ده۔ وفاقي وزيرې ووئېل په اولس كښې د ناڅاپي آفتونو څخه بچ كېدو ل??اره شعور بېدارولو ته اړتيا ده ۔ په دې موقع د نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) ندیم احمد د آسيائي پرمختيائي ب??نك كنټري ډائرېكټر ژیاؤ هونګیانګ هم وېنا وكړه