اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د چين پاكستان اقتصادي لارې پروژې ﴿سي پېك﴾ له مخې د ګوادر پورټ په اپ ګرېډېشن٬ اېكسپرېس وے٬ ګوادر نړيواله هوائي اډه او د ګوادر فري زون او پورټ ډويلپمنټ پشمول په بېلا بېلو پ??وژو كار روان دے۔ د پلاننګ كميسون چارواكو له مخې وفاقي حكومت د چين پاكستان اقتصادي لارې لپاره د سركاري څانګې په پرمخ??يا??ي پروګرام كښې لوي رقم بېل كړے او حكومت دې پروژې ته ډېر اهميت وركوي۔ د چارواكو له مخې د ګوادر پورټ په اپ ګرېډېشن٬ اېكسپرېس وے٬ ګوادر نړيواله هوائي اډه او د ګوادر فري زون او پورټ ډويلپمنټ پشمول په بېلا بېلو پ??وژو كار روان دے۔ دې سره سره په ګوادر كښې د واټر سپلائي په سكيم په سمدستي توګه د كار په پېل كولو هم اتفاق شوے۔ د منصوبه بندې له مخې ګودار ښار جوړولو لپاره د ګوادر په ماسټر پلان هم ??ار روان دے۔ دغسې د تعليم په څانګه كښې د لار كار كولو او د چينائي پوهنتون په مرسته د ګوادر پوهنتون جوړولو پ??ېكړه هم شوې۔