اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې هوارېدل پكار ده٬ شجاعت بخاري په مړانه او بهادرۍ هندي ظلمونه نړۍ ته ورمخې ته كړې٬ د ھغه شهادت به عب?? نه ځي٬ نړيواله ورورلي دې په كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پلو پام لرنه وكړي٬ د اوږدې مودې كشالې په هواري كښې دې خپل كردار ولوبوي۔ د خارجه دفتر وياند دا خبرې د نهې په ورځ د ش??يد شوي كشميري خبريال شجاعت بخاري په ياد نېشنل پرېس كلب كښې د غمرازۍ ريفرنس ته وېنا په مهال كړې۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولسمشر مسعود احمد خان، کشمیرۍ لارښوده مشعال ملك او سینئر خبريال حامد مير هم موجود ٶ۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د ش??اعت بخاري زړه د كشميري اولس د مينې نه ډك ٶ٬ شجاعت بخاري هندي ظلمونه ټوله نړۍ ته ورمخې ته كړې او هم د دغې په سوب ھغه ش??يد كړې شوې۔ ده ووئيل هندي حكومت او ځواكونه نورو كشميريانو ته هم د دغسې انجام دړكې وركوي۔ ده شجاعت بخاري ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نن مونږ د ش??اعت بخاري په ياد كښې د غمرازۍ دستوره كښې ګډون كوٶ٬ شجاعت بخاري نه يرېدو او هغه رښتيا ليكل۔ ده ووئيل شجاعت بخاري هم د نورو زرګونو په شمېر د كشميريانو غوندې ش??يد كړې شوې او د هغوي دا شهادات به عب?? نه ځي ، نړيوالې ورورلۍ له به د كشمير كشالي هواري ته پام كول وي