اسلام آباد ۔ 01 جون (اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم مانډوي والا وئيلي د جمهو??يت سفر مخ په وړاندې روان دے۔ د دوه جمهوري حكومتونو ټاكلې موده ترسره كول لويه كاميابي ده۔ د پاكستان سباؤن جمهو??يت دے۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې دوهم سپيكر سليم مانډوي والا ووئيل زه ټولو سياسي ګوندونو ته د جمهوري حكومت په ټاكلې موده ترسره كېدو مباركي وركوم۔ سياسي ګوندونه جمهوري نظام څخه ډېر څه زده كوي۔ ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره به جمهوري نظام مضبوط شي۔ ده ووئيل جمهو??يت د اولس د رائې د احترام نوم دے۔ سلیم مانډوی والا ووئيل سياسي ګوندونه بايد د اولسي پرېكړ?? احترام وكړي۔ ده هيله ولرله چې پاكستان كښې به جمهوري نظام كاميابۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي