اسلام آباد۔20مارچ( اے پی پی) دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ وئيلي دي د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم سېكټر به لا مستحكم كول وي۔ دا خبره د چیئرمېن شېخ روحالی اصغر په مشرۍ كښې د كمېټۍ غړو د نهې په ورځ د پاکستان مېری ټائم سېکورټی ایجنسۍ (پی اېم اېس ??ے) هېډكوارټر دورې په مهال وكړه۔ هېډكوارټر ته په راتلو د پي اېم اېس ??ے ډائرېكټر اېډمرل ذکاء الرحمن اېس ??ئی (اېم) غړو ته هركلې ووې۔ كمېټۍ ت?? ووئيلې شؤ چې په كال 1987ء كښې جوړ شوې اېم اېس ??ے د پاكستان يوازنۍ مېری ټائم لاء انفورسمنټ ایجنسی ده كومې ته چې د پاكستان ټ??لو سمندري حدونو كښې د قامي او نړيوالو قانونونو ٬ لوظنامو او كنونشنز نافذ كولو مېنډېټ ترلاسه دے۔ دا ايجنسي د يو شمېر سمندري پلېټ فارمز سره سره الوتكې هم لري۔ د كمېټۍ غړو ت?? ووئيلې شو پی اېن اېس ??ے ژورو اوبو سره د پاكستان د سمندرونو داخلي حدونو كښې هم فعاله آپریشنز كوي۔ غړو ته د مهم ریسرچ او رسکیو، غیر قانونی ښكار ٬ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي آپریشنز په شمول د پی اېن اېس ??ے صلاحیتونو په اړ?? ووئيلې شؤ۔ د كمېټۍ غړو ته د پی اېن اېس ??ے صلاحیتونو كښې زياتوالي له ??وې مجوزه منصوبو كښې د جهازونو شموليت ٬ فاسټ بوټس او د انفراسټركچر پرمختګ په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ د قامی اسمبلۍ غړي پی اېن اېس ??ے كښې د شامل كړې شوي اېم پي وي د لارې سمندر ته يوړلې شول چرته چې دوئي د بېلو آپریشنل هلو ځلو ننداره وكړه او د جهاز عملې او چارواكو سره ئې خبرې وكړې۔ كمېټۍ د پي اېن اېس ??ے عملې او افسرانو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ كمېټۍ دا خبره ومنله چې د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم سېكټر به لا مستحكم كول وي۔ ک??یټۍ د پاکستان سمندری پولو ساتنې او اقتصادي ګټو كښې كردار ترسره كولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو