واشنګټن 09 فروری (اے پی پی﴾ د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه كښې د پرمختګ او ??وشحالې نوې دور پېل شي٬ د سي پېك له مخې لوئې لوئې د بنيادي پرمختګ پروژې په ټاكل شوې موده كښې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ ده دا خبرې پھ واشنګټن كښې د پاكستان پ?? سفارت كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې چين او پاكستان غواړي چې سي پېك زر تر زره بحال شي چې دغسې معيشت قوي شي او ?? خلقو په ژ??ند كښې بدلون راشي۔ ده ووئيل چې نور?? هېوادونو ته د سي پېك د پروژو د پراختيا امكانات شته۔ ده ووئيل چې تېر كال د پاكستان معيشت د 5.3 شرح سره د پرمختګ څرګندونه كړې او هيله ده چې دا به سږ كال 6 فيصد ته ورسي۔ د دې څخه وړاندې دستورې ته د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري هم وېنا وكړه او وې وئيل چې سي پېك د پاكستان او چين د حكومتونو يو بصيرت لرونكو اقدام دے۔ د دستورې كوربتو د اقتصاد چارو نامتو كارپوهه ډاكټر احتشام احمد وكړه او وې وئيل چې په سي پېك كښې د ټولې نړۍ دلچسپي مخ په زياتېدو ??ه۔ په دستوره كښې د پاكستان امرېكن برادرې غړو او ?? خارجه پالېسې پوهانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔