ډیووس 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي حکومت هېواد كښې د نړيوالو سرمایه کارو لپاره ښې او آزادې پالیسۍ معارفي كوي ٬ پاکستان كښې اقتصادی استحکام ترلاسه كيدو ??ره ??ره د امن وضعه هم ښه شوې ده ٬ دغسې د کاروبار کولو د آسانۍ فرېم ورك هم شته۔ ده د ټرافیګورا چیف ایګزیکټو آفیسر جمی ویئر او پوما انرجی چیف ایګزیکټو آفیسر پیرے ایلیډری ??ره د نړيوال اکنامك فورم په موقع ملاقات كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ وزیراعظم په پاکستان كښې د دوي موجوده سرمایه کارۍ ستائلو او په نورو څانګو كښې د پراختيا وركول بلنه وركړه۔ ده ووئيل پاکستان كښې اقتصادی استحکام ترلاسه كيدو ??ره ??ره د امن وضعه هم ښه شوې، چې ور??ره د ځائي او غیر ملکی سرمایه کارو باور زيات شوې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د کاروبار ښې موخې شته۔په دې موقع د دواړه کمپنیو چیف ایګزیکټو آفیسرانو ?? وزیراعظم مننه وكړه او په پاكستان كښې ئې د خپلو کمپنیو آپریشنز پراخه كولو باور وركړو۔دوي د پاکستان حکومت د سرمایه کارۍ ښة پالیسۍ ستائلو ??ره ووئيل مونږ هلته د سرمایه کارۍ نوې موخو لټولو له خوښې لرو۔ په دې مهال د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ