اسلام آباد 02 نومبر ﴿اے پي پي﴾ د اسلام آباد په احتساب عدالت كښې د امدن څخه د زياتو اثاثه جاتو په ريفرنس كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډا?? د ګرفتارې د ناقابل ضمانت وارنټ جاري كولو د نېب خواست رد كړے شو٬ قابل ضمانت وارنټ په ځائ ساتل شوے او د ريفرنس اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه ځنډول شوې٬ عدالت د مېډ??كل رپورټ د تصديق كولو امر هم كړے۔ د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير د اسحاق ډا?? په ضد د امن څخه د زياتو اثا??و د ريفرنس اورېدنه وكړه۔ اسحاق ډا?? او د هغه وكيل په عدالت كښې وړاندے نه شول۔ د اسحاق ډا?? ضامن احمد علي او د خواجه حارث مرستياله وكيله عائشه حامد وړاندے شول۔ فاضل جج چې كله د تورن د غېر حاضرې وجه وپوښتله نو ضامن احمد علي ووئيل چې اسحاق ډا?? په لندن كښې تر معالجه لاندې دے۔ عدالت ضامن ته په تحريري توګه د ځواب وركولو هدايت وكړو۔ مرستيالې وكيلې عائشه حامد د اسحاق ډا?? مېډ??كل رپورټ وړاندے كولو سره د حاضرې څخه د استثنٰي خواست وړاندے كړو۔ وكيلې ووئيل چې د نومبر په 3مه نېټه به په لندن كښې د اسحاق ډا?? انجيو ګرافي كېږي۔ د نېب پراسيكيوټر په مېډ??كل رپورټ اعتراض كولو سره ووئيل چې انجيوګرافي په پاكستان كښې هم كېدے شي۔ مېډ??كل رپورټ د نجي كلينك دے٬ د نېب پراسكيوټر د اسحاق ډا?? د ناقابل ضمانت ورانټ جاري كولو خواست وكړو۔ نېب چې كله د اسحاق ډا?? د بنګ اكاؤنټس او اثاثو تفصيلات په عدالت كښې وړاندې كړل نو مرستيالې وكيلې عدالت ته د اسحاق ډا?? د اثاثو منجمد كولو په اړه ووئيل چې د ريفرنس دائر كولو نه وړاندې اثاثې منجمد كېدې شي٬ د ريفرنس دائر كولو نه پس نه شي كېدې۔ د نېب چيئرمېن حكم درست نه دے۔ د جج په پوښتنه د نېب پراسيكيوټر د پرېكړې د توثيق خواست كولو سره ووئيل چې نېب د اثاثو منجمد كولو اختيار لري۔ د اسحاق ډا?? اكاؤنټس منجمد كړې شوي دي٬ د بهر هېوادونو د جائيداد ډاكومنټس ئې نشته۔ عدالت د نېب د ناقابل ضمانت وارنټ خواست او د اسحاق ډا?? د وړاندې كېدو څخه د استثنٰي خواست رد كړو او نېب ته ئې ېد مېډ??كل سرټيفېكټ د تصديق كولو هدايت وكړو۔ عدالت د اسحاق ډا?? قابل ضمانت وارنټ په ځائ ساتلو سره اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه وځنډوله۔