كراچې 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د هېواد او اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره جمهوريت ضروري دے٬ حكومت نه يوازې د 10 زره مېګاواټه د توان پروژې پېل كړې دي٬ بلكې په وخت ئې ترسره كړې هم دي٬ د توان ډېرې پروژې د ترسره كېدو په حال كښې دي٬ اوس برېښنا په ډېر مقدار كښې ترسيل كېږي٬ حكومت مهم اقدامات كولو سره د ګاز په بحران قا??و موندلې٬ امريت تل اولس ته په ګټه رسولو كښې پاتې راغلې او د امريت وخت كله هم د هېواد د سباؤن په ګټه نه دے ثابت شوے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان انټرنېشنل بلك ټرمينل لمېټډ ﴿ پي آئي بي ټي ??ېل﴾ پرانستې د??تورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ پي آئي بي ټي ??ېل د هېواد د كوئلې٬ كلنكر او د سيمنټ د وړلو راوړلو وړومبې ټرمينل دے كوم چې په پورټ قا??م جوړ كړے شوے او په دې 285 مليونه ډالر لګښت راغلې او تراوسه پرې د كوئلې 12 بېړې ودرېدلې دي۔ وزيراعظم د جمهوريت په حق كښې په پرېكړه كولو پاكستاني اولس ته كرېډټ وركولو سره ووئيل چې پرمختګ لپاره د جمهوري عمل تسلسل ضروري دے٬ د جمهوري نظام له مخې خلقو د خپلې خوښې د مشرانو ټاكنه كړې او هغه خلق ئې كور ته لېږلي كومو چې اولس ته څه ورنه كړې شول۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې اولس به د كاكردګې په بنياد د راتلونكي حكومت پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل چې چېلنجونه موجود دي خو په دې به قا??و وموندل شي۔ وزيراعظم ووئيل چې كله مسلم ??يګ ﴿ن﴾ په كال 2013م كښې اقتدار ته راغلو نو هېواد يو شمېر بحرانونو سره مخ و خو اوسني حكومت په دې بحرانونو قا??و وموندله٬ د ګاز په بحران قا??و وموندل شوه٬ د مسلم ??يګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې د موټروے او لويو لارو يو شمېر پروژې ترسره شوې۔ د ګوند په هغو د پاكستان چين اقتصادي لارې په صورت كښې د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري پاكستان ته راغله۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې پېل كړې شوې پروژې ترسره كړې بلكې په تېر وخت نيمګړې پاتې شوې پروژې ئې هم ترسره كړې۔ ده ووئيل چې په چترال كښې د لواري ټنل د پروژې بنياد 45 كاله وړاندې ارواښاد ذوالفقار علي بهټو ايښې و او نواز شريف د 28 اربه روپو په لګښت دا پروژه ترسره كړه۔