اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او امریكا په هره كچه دوه اړخيزه رابط?? او د شريكې خوښې په ټولو چارو خبرې اترې روانو ساتلو ته سلا شوي ۔ دا اتفاق د زيارت په ورځ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاويو په كچ د خبرو په مهال رامخې ته شوې۔ د امريكائي پلاوي مشري د ټرمپ نائب مرستيال او سوئيلي آسيا لپاره د قامي سلامتيا كونسل سينئر ډائرېكټرې ليزا كرټس او د پ??كستان د پلاوي مشر خارجه سېكتر تهمینه جنجوعه كوله۔ د امريكې په پلاوي كښې لنډ مهاله نائب خارجه سېكتر الیس وېلز، د دفاع لنډ مهاله سېكتر ډېوډ هېلوے او د خارجه او دفاع نورو چارواكو پشمول پاكستان كښې د امريكې د سفارت چارواكې او دغسې د پ??كستان په پلاوي كښې د خارجه وزارت او اړوندو څانګو سينئر چارواكي شامل وو۔ د امريكې پلاوي افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام د شريكو مقاصدو ترلاسه كولو ??پاره د دوه اړخيزه اريكو په بحالۍ ټينګار كولو سره ووئيل امريكا پاكستان سره د مرستې اوږد رېكارډ لرې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د افغان شخړې سوله ايز هواري له سيمه ايز او دوه اړخيزه مېكنزم كښې د پ??كستان فعاله ګدون لپاره د عزم پخلې وكړو۔خارجه سېكتر د امريكې پلاوي د پ??كستان د خاورې څخه د ترهه ګرۍ خاتمې له د پ??كستان د هلو ځل?? او د پولې پورې غاړې څخه پرله پسې د بريدونو په اړه د پ??كستان د تحفظاتو نه خبر كړو۔ د امريكې پلاوي ته په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د تشدد٬ ظلمون?? او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په اړه هم وئېل شول ۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه آصف سره د امريكې پلاوي د خېرسګالۍ ملاقات هم وكړو