پېښور 14 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په منطقه كښې د امن بحالې لپاره د فرنټيئر كور نارتھ پشمول د پاك پوځ ځوانانو ته د پېرزوينه ??ړاندې كولو سره وئ??لي دي چې امن لپاره د فرنټيئر كور او د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د بهادرۍ لازوال داستانونه رقم كړي دي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د پېښور په سكاٶټس ټرېننګ اكېډمۍ كښې د فرنټيئر كور د 28م بېچ پ??سن?? آٶټ پرېډ ته په خپله وېنا كښې وكړې.ده په دې موقع د پ??سن?? آٶټ پرېډ معائنه ??كړه. وفاقي وزير ځوانانو ته د فرنټيئر كور برخه په جوړېدو مباركي وركړه. وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې امنيتي ځواكونو په پاكستان كښې امن لپاره ډېر قربانې وركړې دي. ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا امن لپاره فرنټيئر كور نه ??ېرېدونكې هڅې كړې دي. ده ووئيل چې په منطقه كښې د امن بحالې لپاره امنيتي ځواكونو لوئې قربانې وركړې دي.