اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي مونږ په دې وياړ لرو چې نن ادارې خپلواكه دي، مونږ د ادارو د پريكړو احترام كوو، مونږ هڅه كوو چې داسي ټاكني وكړو چې څوك ورته ګوته پورته نه كړي ، اليکشن کمېشن مختصر پريكړه اورولي ده ، مونږ به د خپلې قانوني ډلې سره مشاورت كوو۔د زيارت په ورځ اليکشن کمېشن د اړخه حلقه اين اے 75 ډسکه ??ښې د ري پولنګ پريكړې اورولو نه پس ميډيا سره خبرو ??ښې ده ووئيل مختصر پريكړه ده مونږ به د قانوني آپشنز جاج اخلو، د پاکستان تحريك انصاف ورکر په حيث مونږ په دې خبره وياړ لرو چې مونږ قام سره د ادارو د آزادولو لوظ كړے هغه نن پورا شوے ، نن په ادارو فشار نشته، ادارې خپلواكه دي ۔ ده ووئيل حکومت وسائل او ذريعي لري خو مونږ دا ډ??ل تګلاره نه استعمالوو چې ورسره په ادارو فشار راشي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) او تيرو حکومتونو ټكۍ او د روپو سياست ته وده وركړې، په دغه وختونو ??ښې چې كومي ټاكن?? شوي په هغې ??ښې ټګ?? شوي او د پیسې استعمال شوے۔ ده ووئيل دا هغه كسان دي كوم چې په خپل حق ??ښې كېدونكې پريكړې سمي ګڼي او كله چې د هغوي په ضد پريكړي راشي نو بيا ئې نه مني۔دا د هغوي طرز عمل دے چې ناكامي نه قبلوي ۔ ده ووئېل مونږ دغه مائنډ سيټ له ماتې وركړې او انشاء الله سباؤن ??ښې به هم ماتې وركوو