اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د هاٶسنګ منصوبو كښې قواعد او په ضابطو عملدرآمد باوري كولو، د غېر ??ان??ني هاٶسنګ سکیمونو تفصیلات په اړونده وېب پاڼه د جاري كولو او اولس ته په دې غېر ??انوي سكيمونو كښې د اخستنې خرڅولو پحقله د خبرداري وركولو كمپائن ګرنډي كولو سره سره په اړوند قوانين كښې د بدلون پحقله د سفارشات مرتب كولو امر كړے ۔ ده دا امر د زيارت په ورځ د هاٶسنګ ٬ تعميرات او پرمختګ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزه غونډې مشرۍ په مهال كړے۔ په غونډه كښې د نېپرا لخوا د کنزیومر سروس مینول ټولو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس د منظورۍ پحقله خبرو كښې ووئيل شول په تعمیرات كښې سهولت وركولو په لړ كښې کنزیومر مینول كښې ګرډ ایریا، لوډ ??سیسمنټ او په لوډ کیټیتګری بهترۍ كښې د رېګول??ټر?? فریم ورك له مخې بدلون شوے ۔ په غونډه كښې پنجاب او اسلام اباد كښې د غېر ??ان??ني هاٶسنګ سكيمونو او تعميرات په اړه د خاص كاروائۍ په اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم عمران خان د غېر ??ان??ني هاوسنګ منصوبو او تعمیرات كښې اولس سره د شوې ټګۍ، په خاص توګه د اورسيز پاكستانيانو استحصال خاتمې لپاره په هنګامي بنيادونو د اقداماتو امر كولو سره ووئيل دې غېر ??ان??ني هاٶسنګ سكيمونو كښې د عام اولس د ژوند جمع پونجي ضائع كېږي ٬ د دې په سمدستي توګه دې مخنيوي وكړے شي ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د تعميراتي هلو ځلو په وده كښې د وګړو ٬ په خاص توګه د بې وسه كسانو تحفظ ته پام لرنه پكار ده