اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د هاٶسنګ ??نص??بو په ټاكلې موده كښې بشپړولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي دغسې چې عام اولس لپاره ذاتي او په كم لګښت كور وركول ممكن شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هاٶسنګ٬ تعميرات او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئ??مې?? ليفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر هاٶسنګ ٬ تعميرات او د ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ فورم څخه د ټيکس مراعات، بېنګ فنانسنګ، مارك اپ سبسډي، سهولت کاري رجيم او د فورکلوزر قوانين په لړ كښې د ډاډ وړ په رامخې ته شوو نتيجو بريفنګ وركړو او د حكومتي او نجي څانګې د هاٶسنګ تعميراتي ??نص??بو كښې تر اوسه د شوي پېشرفت نه ئې ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ د هاٶسنګ سېکرټري غونډې ته بريفنګ وركړو چې سږ كال به د 660 اربه روپو تعميراتي ??نص??بې پېل كوٶ٬ ده په هېواد كښې د ارزان او د كم لګښت هاٶسنګ ??نص??بو د پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د سېټېټ بېنك ګورنر د هاٶسنګ فنانس پحقله په ټاكلو هدفونو كښې د توقع نه په زياتو كاميابو هم ګډون كوٶنكې خبر كړل۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك لخوا اولس ته بېنكونو څخه كورونو جوړولو لپاره د قرض وركولو آسانۍ او د شكايتونو ازالې لپاره د سټېټ بېنك آن لائن پورټل جوړ كړے شوے د كوم پېل چې به په راتلونكې اوونۍ كښې وكړے شي او دې پورټل جوړېدو په سبب به اولس ته بېنكونو څخه د قرض په ترلاسه كولو كښې د رامخې ته ستونزو او تاخير خاتمه ممكن شي٬ په دې لړ كښې سټېټ بېنك 16 رېجنل دفترو كښې د اولس سهولت لپاره خاص كاٶنټرز جوړ كړي٬ د پورټل د لارې د بېنكونو ريجنل فوكل پرسنز او د سټېټ بېنك چيف مېنجرز په درخواستونو د عملدرامد مانيټرنګ كولو سره د قرض په وركولو كښې رامخې ته خنډان به په ترجيحي بنيادونو لرې كولې شي٬ د دې نه علاوه قرض ترلاسه كولو پحقله د اولس ګيلې اورېدو لپاره به هم په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د سټېټ بېنك لخوا د آن لائن پورټل جوړولو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل د دې اقدام په سبب به عام كس ته كور جوړولو لپاره قرض ترلاسه كولو كښې آسانۍ ممكن شي۔ وزيراعظم عمران خان د هاوسنګ په ??نص??بو كښې د پېشرفت پحقله ووئيل د دې ??نص??بو په ټاكلې موده كښې بشپړولو ته خاص پاملرنه وكړئ دغسې چې اولس ته ذاتي كور په كم لګښت ترلاسه كول ممكن شي۔ وزيراعظم عمران خان اورسيز پاكستانيانو ته هاٶسنګ او د تعميرات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پحقله د رامخې ته مسئلو او خنډانو په سمدستي توګه لرې كولو لپاره خاص امر هم وكړو۔ د اېل ډي اے وائس چيئ??مې?? د نيا پاکستان هاوسنګ اينډ ډويلپمنټ اتھارټۍ سره د جوائنټ وينچر له مخې د كم آمدن لرونكې طبقې لپاره د اپارټمنټس سکيم په ??نص??به كښې په پېشرفت بريفنګ كښې ګډون كوٶنكي خبر كړل چې دا ??نص??به به زر پېل شي٬ د اورسيز پاكستانيانو وزارت لخوا د وركرز ويلفيئر فنډ د استوګنې ??نص??بو كښې د پېشرفت پحقله برېفنګ وركړو۔ دغسې د خېبر پښتونخوا چيف سېکرټري هم د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د كم لګښت كورونو جوړولو په اړه د موجودہ هاٶسنګ سکيمونو او اضافي سائيټس په ډويلپمينټ د پېشرفت نه ګډون كوٶنكي خبر كړل