اسلام آباد 07 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت اف??يقائي هېوادونو سره د معاشي روابطو زياتولو عزم لري، پاکستان اف??يقائي هېوادونو سره معاشي مرستې ، د دوه اړخيزه اړيكو او د اولس په كچه روابطو ته وده وركوي ، اف??يقائي هېوادونو سره د زراعت، صحت، ټيکنالوجۍ، مذهبي سېلګرۍ پشمول يو شمېر څا??ګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړې كېدې شي۔ دا خبره ده د معاشي سفارت كارۍ ودې او د انګيج اف??يقا پاليسۍ پحقله د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د اف??يقائي هېوادونو سفيرانو سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په انګېج اف??يقا پاليسۍ او اف??يقائي هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان اف??يقائي هېوادونو سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ د اف??يقې او پاکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو٬ معاشي او تجارتي مرستې ودې وركولو لپاره بلها مو??عې موجود دي۔ ده ووېيل مونږ په اف??يقائي هېوادونو كښې نه يوازې خپلې سفارت خانې اپ ګرېډ كوٶ بلكې د نوو سفارت خانو پرانستلو هم پرېكړه شوې ۔ ما په اف??يقائي هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو ته په خاص توګه امر كړے چې ھغوي د پاكستان او اف??يقې ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت او د معاشي مرستې ودې لپاره په ښه ډول كار وكړي۔ د ملاقات په مهال د مورېشس، ماروکو،تونيشيا، سوئيلي اف??يقې، ليبيا، سوډان، کينيا او د الجيريا سفيران موجود وو۔