اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري، د افغان مسئلې حل د افغانانو پشمول د مذاكراتو د لارې ممكن دے، د افغ??نس??ان د سولې عمل ناكامه كوونكو څخه به مونږ له اوښيار پاتې كېدل وي، د افغانانو ټولې ډ??ې دې جنګ بندي وكړي. د جمعې په ورځ د وزيراعظم مېډيا افس لخوا د جاري خبرپاڼې له مخې د طالبانو د سياسي كميشن پلاوي د ملا غبدالغني برادر په مشرې كښې وزيراعظم سره ??لا??ات كړے. د ??لا??ات په مهال د افغ??نس??ان د سولې په عمل كښې په پرمختګ او د وړاندې تللو په چارو خبرې شوي . وزيراعظم عمران خان د افغان شخړې د پوځي حل نه لرلو په اړه د خپل دريځ پخلے كولو سره ووئيل د افغانانو ترمېنځه خبرې د افغ??نس??ان په مشرې كښې د افغ??نس??ان د خپل امن عمل د لارې سوله ايز او پائيدار حل لپاره تاريخي موقع وركوي. وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د افغ??نس??ان ګوندونه به د افغانانو ترمېنځه د خبرو اوسنې مثبت عمل روان اوساتي. وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان لخوا جامع او وسيع البنياد حل لپاره پرله پسې مرسته روانه ده. وزيراعظم ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د داسې خلقو څخه اوښيار پاتي شوو كوم چې د سولې عمل متاثره او ډي رېل كولو لپاره پرله پسې هڅې كوي. وزيراعظم په افغ??نس??ان كښې د تشدد په اضافه اندېښنه څرګندولو سره ووئيل ټولو ډلو له به جنګ بندې لپاره په تشدد كښې كمے راوستل وي. وزيراعظم ووئيل په افغ??نس??ان كښې سوله او ثبات به معاشي پرمختګ، سيمه ايزې سلامتيا او رابطو لپاره هم ګټور ثابت شي كوم به چې نه يوازۍ د افغ??نس??ان بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي. د طالبانو د سياسي كميشن د پلاوي لخوا د پاكستان دوره د افغ??نس??ان د سولې عمل د لارې سوله ايز، مستحكم، متحد، آزاد، خپلواكه او د خوشحال افغ??نس??ان رامخې ته كولو په اړه د سهولت كارۍ په لړ كښې د پاكستان د سنجيده هڅو برخه ده.