اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر ش??لي فراز وئيلي دي چې په نړۍ كښې د کرونا وائرس وباء مخنيوي لپاره لس نكاتي پلان د وزيراعظم عمران خان د قائدانه صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے٫عمران خان يواځنې ليډر دے څوك چې د كرونا ځپليو هېوادونو لپاره د مساوي واكسين وركولو خبره كوي۔ د جمعې په ورځ ??پل ټويټ كښې وفاقي وزير سېنيټر ش??لي فراز ووئيل بې وسه هېوادونو لپاره 500 ا??به ډالره فنډ جوړول٬ د بې وسه هېوادونو د قرضو معا??ي، د کرپټ سياست مدارو او مجرمانو څخه د لوټ كړې شوي دولت واپسۍ لپاره د وزيراعظم په سپينو ټكو څرګندونه په حقيقت كښې د غريب آواز دے۔ ده ووئيل د كرونا وائرس وباء په وړومبۍ چپه كښې د پاكستان كاميابه حكمت عملي نن نړۍ لپاره د تقليد سبب ده