اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) اېډ??رل محمد امجد خان ن??ازي هلال امتياز (ملټري) ستاره بسالت د 22 م چيف آف دي نېول اسټاف په حېث د پاك بحريه ذمه وارۍ ترلاسه كړي دي ۔ د كمان بدلون يو پروقاره دستوره په پي اېن اېس ظفر اسلام آباد كښې وشوه چ??ته چې اېډ??رل ظفر محمود عباسي نشان امتياز (ملټري) د خپل ملازمت په ترسره كېدو د پاك بحريه كمان اېډ??رل محمد امجد خان ن??ازي ته وسپارلو۔ د پاک بحریه چارواكو او ځوانانو ته د مخې ښې خپل خطاب كښې نېول چیف اېډ??رل ظفر محمود عباسی ووئيل زما بنيادي مقصد پاك بحريه يو غوره پوځ جوړول وو۔ اېډ??رل ظفر محمود عباسی په تېرو كلونو كښې په غېر مستحكم جغرافيائي او سياسي صورتحال او زيات شوي تاؤ تريخوالي خبره كولو سره په خاص توګه ?? پلواما پېښې نه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال په خاص توګه ??كر وكړو۔ ده د پاكستان په سمندر كښې د لاس وهنې هڅې كوونكي آبدوز په نيولو د پاك بحريه د پېشه وره صلاحيتونه ستائنه وكړه۔ اېډ??رل ظفر محمود عباسي د پاك بحريه كمان په ترلاسه كولو اېډ??رل محمد امجد خان ن??ازي له مباركي وركړه۔ ده نوي نېول چيف لپاره د نېكو هېلو څرګندونه كولو سره ووئيل د ده په مشرۍ كښې به بحريه د ترقۍ نوو پراؤنو څخه تېره شي۔ دې نه وړاندې موده ترسره كوؤنكي نېول چيف ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د كمان بدلون دستوره كښ د پاك بحريه پخوانو مشرانو ٬ حاضر سروس او ريټائرډ افسرانو ٬ سي پي اوز /سېلرز او د نېوي سويلينز ګډون وكړو