اسلام آباد ، 28 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان نن د ګل په ورځ د مه??ند ، باجوړ او پېښور دوره كوي چرته چې هغه به د بېلو پروژو پرانسته او د بنسټ ډبره کېږدي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې نن به وزيراعظم د مه??ند ضلعې ناحقني سرنګ او شېخ زېد روډ پرانسته كوي او مشرانو ته به خطاب كوي۔ په مه??ند کې دا پروژې د متحده اماراتو د حکومت په همکارۍ د سیمې خلکو ته ډالۍ دي. وزيراعظم به به وروسته د باجوړ ولسوالۍ دوره كوي چرته چې هغه به د تېمرګره – خار- مامد ګټ روډ د بنسټ ډبره کېږدي او مشرانو ته به خطاب کوي. دا پروژې به د مه??ند او باجوړ خلکو ته د ترانسپورټ ، سوداګرۍ او د روزګار فرصتونه برابر کړي. دې سره سره ددې اولسوالو خلكو ته به صوبائي سرښار پېښور او نورو ضلعو سره تړون ساتلو كښې آسانۍ ترلاسه شي۔ وروستو به وزيراعظم عمران خان پيښور ته ځي. دې به د پیښور لېډي ریډینګ روغتون كښی د جراحي او الائیډ خدماتو بلاک پرانسته كوي۔