اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شوے۔ هندي سفارتكار ته د ستمبر په 13مه نېټه د شپې په وخت د كنټرول لائن په جندروټ سېكټر كښې د ج??ګ بندې په بلااشتعال خلاف ور??و سخت احتجاج شوے۔ د هندي پوځ په بلااشتعال ډزو كښې درې بې ګناه وګړي سخت ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شو او هغه ته احتجاجي مراسله سپارل شوېِ٬ هندي سفارتكار ته وئيلي شوي دي چې د هند قابض پوځ د اېل او سي او ورك??ګ باؤنډري پرله پسې خلاف ور??ې كوي او د آرټلري٬ درنې او خودكار وسلې دلارې عامه آبادي په نښه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيل شول چې قصداَ آبادي په نښه كول ډېر د افسوس خبره ??ه٬ دا د انساني عظمت او وقار٬ د نړيوالو بشري حقونو څرګنده خلاف ور??ي ده۔ د هند دې خلاف ور??و سره ??يمه ايز امن سختو خطرو سره مخ دے او د دې نتيجه د كومې ستراتېژيكي غلطې په صورت كښې راوتلې شي۔ هند سږ كال 2245 ځله د ج??ګ بن??ې بلا اشتعال خلاف ور??ې كړې دي چې پكښې 18 بې ګناه وګړي شهيدان او 180 ژوبل شوي دي۔ په هند زور راوړل شو چې هغه دې د كال 2003م د ج??ګ بندې د لوظنامې پاسداري وكړي۔ د ملګرو ملتونو پ??ځي مبصرينو ته دې د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي