اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) کابينې د اي سي سي د نېكسټ جنرېشن موبائل سپېكټرم (اېن جي اېم اېس) اجراء په لړ كښې ?? اېن جي اېس اېم د نه خرڅېدونكې سپېكټرم اجراء له د كمېټې جوړولو منظوري وركړې ده، د خزانې او محصولاتو صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ به د كمېټۍ ??يئ??مېن وي٬ د كمېټۍ په غړو كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير٬ د تجارت سلاحكار ٬ د صنعت او پېداوار وزير او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير شامل دے۔ د اي سي سي غونډه د شور وپه ورځ د ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې ?? اېن جي اېس اېم د نه خرڅېدونكو سپېكټرم اجراء لپاره د كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې شوه۔ كمېټي به د ماركيټ د جائزه رپورټونو معائنه كوي او پي ټي اے ته به ?? اېن جي اېم اېس سپيكټرم اجراء لپاره سفارشات وړاندې كوي، کمېټي به ?? اېن جي اېم اېس سپيکټرم اجراء په لړ كښې تجزيې كوي او وفاقي حكومت ته به پاليسي هدايات وركوي او كمېټي به د پي ټي اے لخوا د سپېكټرم اجراء د ټول عمل نګراني هم كوي٬ اي سي سي د جولائي په 22مه نيټه كال 2020 كښې په غونډه كښې د وركړې شوې هداياتو په رڼا كښې د نوې پاكستان هاٶسنګ اېنډ ډويلپمنټ اتھارټۍ پرېكړې پحقله په منټس كښې د بدلون هم منظوري وركړې وه٬ د بدلون او منظور شوې پرېكړې له مخې 3395 مېليونه روپۍ به مختص كولې شي او د مارك اپ سبسډي موده به د لس كالو نه زياتولو سره شل كاله كولې شي په دې كښې په سږني كال كښې مارك اپ ادا كولو لپاره د 4774 مېليونه روپو د ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه كښې برامدي صنعتونو لپاره د برېښنا او د آر اېل اېن جي رعايتي بيعه د جاري ساتلو هم منطوري وركړې شوه۔ د پاور ډويژن د ورك آٶټ له مخې جولائي او اګست لپاره برامدي صنعتونو لپاره د برېښن?? بيعه به 7.5 امريكي سېنټ د كلو واټ په سر وي او د دې نه پس به پاتې مياشتو كښې د 9 سېنټ في كلو واټ په حساب لګولې شي۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د برېښنا څانګې د پاور هولډنګ كمپنۍ د لارې د خزانې وزارت د 31 اربه روپو د ضمانت تسلسل به جاري ساتلې شي