اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده دا خبرې افغانستان لپاره نومول شو?? سفير منصور ا??مد خان سره د خپلو خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او افغانستان په اړيكو او د افغانستان د سولې عمل پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې و??وې?? خارجه وزير افغانستان لپاره د سفير په توګه په ټاكنه منصور ا??مد خان ته مباركي وركړه او وې وئيل چې تاسو ته دا نوې ذمه وارې ستاسو د سروس غوره ريكارډ په نظر كښې ساتلو سره درپغاړه كړې شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل چې په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده نومول شو?? سفير ته ووئيل چې هغه په يو داسې وخت كښې د سفير په توګه خپلې ذمه وارې پغاړه اخلي كله چې پاكستان په كورنۍ او بهرنې توګه ډېرو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل چې د پراخا تجربې په سبب ??ه ستاسو ټاكنې سره د پاكستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيكو په استحكام كښې مرسته وشي۔ خارجه وزير نو?? سفير ته د وظيفه اي چارو او د فارن پالېسې ترجيحاتو په اړه خاص هدايات وركړل۔ افغانستان لپاره نومول شو?? سفير منصور ا??مد خان د خارجه وزير مننه وكړه۔ منصور ا??مد خان د دې نه وړاندې په ويانا كښې د سفير په توګه خپل خدمات ترسره كړي دي۔