خېبر 13 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عم??ان خان د احساس نشوونما پروګرام په باقاعده توګه پرانسته كرې ده ٬ په وړومبي پړاٶ كښې به په 9 ضلعو كښې د احساس نشوونما پروګرام 33 مركزونه جوړولے شي، د پروګرام له مخ?? په درې ??ياشتنيز بنياد به كوچنو انجونو لپاره دوه زره او كوچنيانو له 1500 روپۍ ظيفه وركولې شي۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عم??ان خان په خېبر ضلع كښې د نشوونما د جوړ شوي مرکز دوره وكړه چرتا چې خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر وزيراعظم ته د پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ، وزيراعليٰ محمود خان، د مذهبي چاور وفاقي وزير پير نور الحق قادري او منتخب نمائندګان هم موجود وو۔ ډاکټر ثانيه نشتر وزير اعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان كښې 40 فيصده كوچنيان غذائي قلت سره مخ دي٬ د سټنټنګ (نامکمله نشوونما) شر?? په لحاظ سره پاکستان په منطقه كښ?? په دوېم لمبر دے٬ احساس نشوونما پروګرام د هېواد په تاريخ كښې سټنټنګ د سنګين مسئلې لپاره لومړې حكومتي پروګرام دے۔ د دې درې ??لن نشوونما پرګرام بجټ 8 اربه 52 کروړه روپۍ دے٬ مستحقينو ته به د صحت بخش غذا وركولو سره سره د درې ??ياشتنيز نشوونما پروګرام څخه وظفيه هم وركولې شي٬ ماشومانو جينكو لپاره دوه زره او هلكانو لپاره 1500 روپۍ درې ??ياشتنې وظيفه به وركولې شي۔ په دغه ضلعو كښې خېبر، برا دير، باغ ،غدر، هنزه، خارمنګ، خاران، بدين او د راجن پور ضلعې شاملې دي ٬ هېواد كښې د احساس نشونما 33 مرکزونه جوړېږي۔ وزيراعظم د مركز د بېلا بېلو برخو دوره وكړه او هلته راغلو مېرمنو او كوچنيانو سره ئې ملاقات وكړو