اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د ترهګرې مخ نيوي ﴿ترميمي﴾ بل 2020م او د ملګرو ملتونو ﴿سلامتي كونسل﴾ ﴿ترميمي﴾ بل 2020م په ??نظورې د سېنېټ مننه كوم، د هند عزائم مو له مېنځه وړي، د اسيا پېسفك په ډله كښې هغه رپورټ كوو، د پاكستان اوس په ګرے لسټ كښې ?? ساتلو كوم جواز نشته، كلبهوشن ته بېرته قونصلر رسنه مو دا معامله بېرته د انصاف نړيوال عدالت ته وړلو لپاره د هند هڅه شنډولو لپاره وركړې. د زيارت په ??رځ د سېنېټ په غونډه كښې ?? بلونو منظورې نه پس خارجه وزير شاه محمود قريشي په خپله وېنا كښې ووئيل د بلونو په ??نظورې د دې ايوان مننه كوم. ده ووئيل دا خبره ثابته شوې چې دا ايوان سنجيده دے او غړي ئۍ فهم و فراست لري. ده ووئيل د جے يو آئي ﴿ف﴾ نه علاوه د اپوزيشن ګوندونو هم د بل ملاتړ كړے، دښمن پاكستان بلېك لسټ كولو او مونږ مالي ستونزو ??ره د مخ كولو سازش كوي، زه د مسلم ليګ ﴿ن﴾، پيپلز پارټۍ او د جماعت اسلامي پشمول د ټولو ګوندونو مننه كوم چې دوي د هند عزائم خاورو ??ره خاورې كړل. ده ووئيل مونږ په خپلو كښې ??ختلافات لرلے شو خو مونږ په ??ومي معاملو يو دريځ لرو. ده ووئيل په ??وم ښه ډول چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د پيپلز پارټۍ غړو په ??مېټې كښې ?? بل ملاتړ كړے، زه باور لرم چې د دې ګټه به پاكستان ته ورسيږي ، حكومتونه ځي راځي خو د رياست ګټې تر ټولو بالا وي. كاش چې جے يو آئي ﴿ف﴾ هم په خپله پرېكړه نظرثاني كړې وه۔ده ووئېل جے يو آئي ﴿ف﴾ په ??خالفت كولو ښه تاثر نه دے وركړے. هېواد لپاره زړه لوي كړې. ده ووئيل د كلبهوشن ياديو د آرډيننس په ??ضمراتو اندېښنه ښودلې شوې، هغه په ??ېد كښې ??ے، هېواد ئې نه دے پرېښودے، نه هغه شپه ??ه شپه ??شي تښتېدے شي، هغه ??ره كوم رعايت نه دے شوے، هند دا كېس د انصاف نړيوال عدالت ته يوړو، خيال ئې دا ؤ چې هغه به خوشے كرے شي او هند ته به منتقل شي۔ده ووئېل هند ماتې خوړې ، د قونصلر رسنه د جنېوا كنونشن له مخې وركول دي، د اپيل حق وركول دي، د هند هڅه وه چې دا معامله بېرته د انصاف نړيوال عدالت ته يوسي، ځكه مونږ كلبهوشن ته بېرته قونصلر رسنه وركړې. ده ووئېل د هند اعتراضات مو ختم كړي او مونږ د هند عزائمو خاورې ??ره خاورې كړي. دوه نيم ساعته هندي سفارتكار كلبهوشن ??ره ملاقات كړے. د هندي سفارتكارو هڅه وه چې په ??ومه طريقه د دې ملاقات نه وتښتي چې كله ئې بهانه ونه موندله نو اعتراض ئې وكړو چې د ا منيت والا دوه كسان دې لرې لاړ شي،نو مونږ ورته ووئيل دې لپاره هم چمتو يو خو بيا دوي كوم ځواب نه لرلو. د دې قانون سازې د لارې مونږ د هند عزائم شنډ كړي.ده ووئېل هند به يو ځل بيا ماتې ??ره مخ كېږي. ده ووئيل اوس د پاكستان په ګرے لسټ كښې ?? ساتلو كوم جواز نشته، چې پاكستان د ګرے لسټ نه ووځي، دا به د دې ايوان كاميابي وي.