اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) د سيني?? چیئرمین محمد صادق سنجرانی وئيلي دي د سی پیك ترمخه روانې پروژې او ګوادر كښې روان پرمختيائي پراجیكټس به زر تر زره بشپړولے شي او د هغې ميو?? به د بلوچستان صوبې او نورو پسماندہ سيمو اولس ته ورسولے شي۔ د سینیټ سیكټريټ لخوا جاري بیان له مخې د سينيټ چیئرمین د دې خيال??تو څركندونه د پاكستان د پارلماني خذم??تو ادارې هيډكوارټر كښې د چین سفیر یاوَج??ګ سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د سی پیك پشمول په پرمختيائي پروژو او د كرونا وائرس له امله په رامخې ته شوې صورتحال او نورو مهمو چارو د خيال??تو څرګندوه وشوه۔د سينيټ چیئرمین ووئيل بلوچستان يوه مهمه صوبه ده او حاجت د دې خبرې دے چې د سی پیك ترمخه پيل شوې پروژې زر تر زره بشپړې كړې شي۔ ده ووئيل د پرمختيائي عمل په سوب د صوبې د اولس معیار ښه كيدے شي او د دې عمل تندولو ته اړټيا ده۔ د چین سفیر سره په خپلو خبرو كښې د سيني?? چیئرمین ووئيل پاكستان او په خاص توګه بلوچستان كښې سرمایه كارۍ لپاره پراخه موقعې شته او د چین سرمایه كار به ګڼو څانګو كښې سرمايه كاري كولے شي د كومو ګټه چ?? به چې د بلوچستان اولس ته ورسيږي او په ځائې كچه به د روزګار موقعې راپیدا شي