اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د كشمير چارو د پارلمانی كمیټۍ چیئرمین شهر یار آ??ریدی د كورونا وائرس مخنيوي لپاره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هڅو او موثره اقداماتو ستائنه كړې ده۔ د نهې په ورځ ??جي ټي وي چينل سره خپله مركه كښې ده ووئيل حكومت اولس سره كړي لوظونه پوره كوي۔ده ووئيل د پی ټی آئی حكومت د اولس خذمت لپاره اقتدار كښې راغلې كوم چې د څه تنقید پرواه كولو نه غير په سمه لاره روان دے۔ شهر یار آ??ریدی ووئيل د حكومت ټولې پالیسۍ سپيځلې او پراخه قامی ګټو كښې دي او وزیر اعظم عمران خان اولسي هيلې پوره كوي او د پی ټی آئی وژن به ??رسره كولې شي۔ شهر یار آ??ریدی ووئيل وزیراعظم تاریخی احساس پروګرام پيل كړے، دې سره د ټولنې غریب وګړو مرسته شوې۔ ده ووئيل اپوزیشن دې په حكومت تنقید او اولس ګمراه كولو په ځائ پارلمان كښې خپل كردار ترسره كړي، قانون سازۍ كښې دې مرسته وكړي او كورونا رنځ ختمولو لپاره دې تجاویز وركړي