اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر بابر اعوان وئيلي دي د اتلسم بدلون نه پس هم هېواد كښ?? آئيني بدلونونه شوي ‘د چا په خوښه احتساب بندېدې نه شي٬ د جائزې قانون سازۍ پحقله به د حكومت دروازې تل پرانستې وي٬ كله چې هم د کرونا وائرس وبا پحقله صورتحال ښه شو او د اولس صحت او سلامتيا ت?? خطر پاتې نه شو نو په ټوله د التواء ښكارقانون سازۍ به غور كولې شي۔ د ??مع?? په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د خبرو په مهال ډاکټر بابر اعوان ووئيل زما په چېمبر كښ?? سركاري عمله وړاندېزونه نوټ كوي٬ اسد عمر به د دې تجويزونه جاج اخستو سره دې ته حت??ي شكل وركوي٬ په هېواد كښ?? د مېرمنو آبادي 51 فيصده ده ۔ده ووئېل دريو مېرمنو غړو ښه تجويزونه وركړي۔ د پارلمان د دواړو ايوانونو د كمېټو 9 غونډې شوي او د حكومت لخوا ورته بريفنګ وركړے شوے۔ ده ووئيل د كرونا په ضد وفاق او ټولې قامي ادارې بهتر كردار لوبوي۔ ده ووئيل د 1973ء آئين په 12 اپرېل 1973 هېواد كښئ نافذ كړے شوے ٶ ٬د مئي په 4مه كال 1974 كښ?? وړومبې بدلون ‘ دوهم بدلون په 16 مئي كال 1977 كښ?? شوے او د دې نه پس ماورائے آئين دور پېل شوے۔ ده ووئېل د دغې نه پس په نومبر كال 1985 كښ?? اتم او په 2010 كښ?? ١٨ آئيني بدلون ب?? منظور كړے شوے٬ په 22 دسمبر كال 2010ء كښ?? 19م آئيني بدلون شوے او په 31 مئي كال 2018 كښئ د قبائيلي سيمو د انضمام پحقله ائيني بدلونونه شوي ۔ده ووئېل دغسې د پوځي عدالتونو جورېدو نه پس د دې تسلسل پحقله هم آئيني بدلونونه شوي۔ ده ووئيل دا مهال د حكومت لخوا قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې درې آئيني بدلونه زېر التواء دي۔ ده ووئيل د آئين آرټيکل 238 او 239 له مخئ د آئيني بدلون ګنجائش موجود دے٬ يوازې د آئين د آرټيکل 227 له مخې د قرآن او حديث پحقله قوانين كښئ بدلون نه شي كېدې۔ ده ووئيل اولس مشر هر مكاتب فكر علماﺀ كرامو سره په مشاورت د كرونا په صورتحال د سماجي فاصلې پحقله لائحه مرتب كړې او په ھغې عمل روان دے ۔ده ووئېل په دې حالاتو كښ?? د قام سترګې پارلمان ته دي٬ قام له باور وركوم پارلمان به د هر ډول فروعي اختلافاتو نه پرته د اولس ګټې له قانون سازي كوي