اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم ??مران خان او صدر ډاکټر عارف علوی ترمينځه د ګل په ورځ ایوان صدر كښې ملاقات شوے۔ د ملاقات په مهال د هيواد او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع هيواد كښې د کورونا وائرس وباء له امله په رامخې ته شوې صورتحال هم غور اوشو۔ صدر ډاكټر عاف علوي په هيواد كښې د کورونا وباء خپرېدو مخنيوي له اقدامات اوستائل۔ ده د وزیراعظم ??مران خان د اړخه پرمختګ كوونكو هيوادونو لپاره د قرضو ادائیګۍ نرمۍ په اړه اقدام هم اوستائلو۔ صدر ووئيل بايد حکومت اولس له او په خاص توګه د ټولنې کمزورې طبقو لپاره د احساس پروګرام، یوټیلټی سټورز، د پناہ ځايونو ، لنګر خانو او نورو مهم اقداماتو د لارې اوسني بحران كښې د سمدستي ريليف وركولو سلسله روانه اوساتلې شي۔ دې نه پس د آئی اېس آئی ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل فیض حمید هم په ملاقات كښې شامل شو۔ په دې موقع د هند د اړخه په لائن آف کنټرول د ډز بندۍ په خلاف ورزو او د کورونا وائرس وباء په مهال بش??ي حقونو ته زيان رسولو او په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د وګرو آزادۍ ته د زيان رسولو غندنه وشوه ۔ ملاقات كښې دا خبره رامخې ته شوه چې هند په مقبوضه کشمیر كښې اولس له د صحت بنیادی آسانۍ نه وركوي۔په دې موقع وزیراعظم ??مران خان د صدر مننه وكړه او د روژې مياشت په مهال جوماتونو كښې د مونځ او تراويح په اړه ئې د علماء كر??مو ترمينځه د اتفاق پیدا کولو لپاره هڅې اوستائلې۔ ملاقات كښې د علماء کر??مو سره ترسره شوو نکاتو او په هغې عملدرآمد په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه