اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيلي دي د اقتصادي پيکج مقصد نړيوالې وباء څخه د ځپليو طبقو او څانګو مر??ته كول دي، ډي اېل ټي ??ېل په م?? كښې 30 اربه روپۍ وركول، د فاسټر نظام له مخې نورې لس اربه روپۍ، غېر برآمدي څانګې ته د ټېكس ري فنډ په م?? كښې 52 اربه روپۍ او د ډيوټي ډرابېك په م?? كښې 15 اربه وركولو عمل به په يوه اوونۍ كښې ترسره شي ،د مرستې د پېكج خاص روپۍ په سپېځلې ډول وېشلو لپاره مونږ ټولو صوبو سره رابطه زياتولو لپاره د مرستې په پېكج كښې 70 اربه روپۍ بېلې كړي۔ ډاکټرعبدالحفيظ شيخ د خوراك څښاك په څيزونو ډيوټي ??و ټېكس ختم كړې او دغسې د غنمو اخستو لپاره د 200 اربه روپو نه زياتې بېلې كړې شوې دغسې چې زمونږ كاروندګرو سره نغديت هم راشي او د معيشټ په طلب كښې اضافه ممكنه شي۔ ده ووئيل حكومت د كاروباريانو د مرستې لړۍ روانه ساتلې ده او د مرستې پېكج په سپځلې ډول تقسيم لپاره صوبو سره په تماس كښې يو او دا خبره باوري كوٶ چې د اولس پيسه په سپېځلې ډول مستحقينو ته ورسولې شي