اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) خارجه ??زير شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ ډپلوميټك انکليو كښې د چين د پخواني سفارت دوره كړې ۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ د خارجه ??زير هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود، خاص سېكتر معظم خان، د خارجه دفتر ويانده عائشه فاروقي او د خارجه ??زارت لوړ پور?? هم خارجه ??زير سره ملګر?? وو۔ د چين حکومت د فارن سروس اکيډمۍ منتقلۍ لپاره د چين د پخواني سفارت وداني خارجه ??زارت ته د سپارلو وړاندېز وركړې ٶ۔ خارجه ??زير د چين حكومت لخوا د خېرسګالۍ ج??بې له مخې دا وړاندېز د مننې سره قبول كړې ٶ۔ د چين سفارت لخوا د دې ودانۍ رنګ روغن او ښكلا نه پس به دا خارجه ??زارت ته سپارلې شي او په ودانۍ ټول خرڅونه به د خېرسګالۍ ج??بې له مخې د چين حكومت پورته كوي۔ خارجه ??زير د خېرسګالۍ ج??بې په دې اقدام د وزيراعظم عمران خان لخوا هم د چين چارواكو خاص مننه وكړه۔ د چين سفارت دا وداني 80 كناله ده۔ په دې موقع خارجه ??زير د ودانۍ د بېلا بېلو برخو دوره هم وكړه٬ فارن سروس اکيډېمي به د رنګ روغن او ښائسته كولو نه پس د چين لخوا د ډالۍ په توګه وركولې شي