اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د كيوبا نائب اولس مشر رابرټو مورالز اوجېدا٬ خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړه هېوادونه د دارو جوړونكو٬ طب او ??ائيو ټېكنالوجې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده سلا شوي دي ۔ د دې نه علاوه د پاكستان او كيوبا ترمېنځه په سركاري او ??فارتي پاسپورټ د وېزې شرط په جزوي توګه ?? ختمولو لوظنامه شوې ۔ د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د كيوبان نائب اولس مشر رابرټو موالرز اوجېدا او ?? خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په موجودګې كښې د پاكستان لخوا د كورني?? چارو سېكتر اعظم سلېمان او ?? كيوبا لخوا په پاكستان كښې د كيوبا سفير ګېبرېل كاپوتے لوظنامه لاسليك كړه۔ د دې اطلاق به په سركاري پاسپورټ لرونكو او ??فارتي منصب لرونكو كېږي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزارت ته په رسېدو خارجه وزير شاه محمود قريشي د كيوبا د پلاوي هركلې وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او ?? مقبوضه جمو او كشمير صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې ??شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان كيوبا سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري٬ كيوبا تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ خارجه وزير د كيوبا اولس مشر د مقبوضه جمو او كشمير د تازه صورتحال نه خبر كړو او وې وئيل د اګست په 5مه نېټه د هند غېر آئيني اقدام د منطقې امن خطر سره مخ كړے۔ د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو لړې روانه ده او د تېرو 87 ورځو نه هند په مقبوضه جمو او كشمير كښې كرفيو روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل د كيوبا پشمول نړيوالې ټولنې له به په هند د مسئلې حل له فشار اچول وي۔