جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې په تاؤ تريخوالي كښې كمې غواړي خو د هندوستان رويه ډېره غېر ذمه وارانه ??ه٬ اندېښنه ??ه چې هند د مقبوضه كشمير څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره د كوم فالس فلېګ آپر??شن په طرز ناټك وكړي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل غونډې ته د وېنا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې پاكستان تل د مصالحت وړاندېز قبول كړے دا هندوستان دے چې دا تاثر ئې وركړے چې مونږ ??ه معاملې په خپلو كښې سمې كړو خو دا تر دې حده و??اندې تللې چې اوس به په دو?? اړخيزه خبرو حل نه ??ي۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او نړيوالو ادارو ته به خپل كردار ترسره كول وي۔ دا د سوئيلي آسيا د امن او استحكام سوال دے٬ دو?? اټومي قوتونه يو بل ته مخامخ دي۔ ده ووئيل چې مونږ ??ه كشمير لپاره غږ پورته كوو ځكه چې دا د حق او ريښتيا آواز دے۔ اوس خو د مقبوضه كشمير صورتحال پټ دے چې كرفيو ختم شي نو اصل حقائق به و??اندې راځي۔ خارجه وزير ووئيل چې جنېوا ته د راتللو نه و??اندې ئې د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم سره تفصيلي مشوره كړې٬ مونږ په خارجه وزارت كښې د كشمير خاص څانګه جوړه كړې٬ مونږ په هر اړخ نظر ساتو٬ كه هندوستان د جارحيت هڅه وكړه نو مونږ ?? خپلې دفاع حق هم لرو۔