لاهور 01ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي د?? چې د بابا ګرونانك د زېږون په 550مه ورځ به د ننكانه رېلوے ??ټې??ن د هغه په نوم منسوب كولې شي٬ ټول قوم كشمير كاز لپاره د پاكستان وسله والو ځواكونو ??ره ولاړ دے٬ د كشمير په معامله حكومت او اپوزيشن يو دے٬ مودي ډونلډ ټرمپ ??ره په ملاقات كښې هم د پاكستان وجود نه دې منلې٬ معلومېږي چې د كال 1947م دور بيا پېل كېږي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په ننكانه صاحب كښې د رېلوے ??ټې??ن د جوړېدونكې ودانې د جاج اخستلو نه پس مېډيا ??ره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند د خپلې رويې په نتيجه كښې د مذاكراتو كوم ځائ نه دې پريښې۔ اټومي چاودنې كولو ??ره هند ډېر غلط كار كړے٬ په ځواب كښې مونږ هم چاودنې وكړې او په دې وخت كښې په داسې پوزيشن كښې يو چې د هند په سترګو كښې سترګې اچولو ??ره خبره وكړې شو۔ ده ووئيل چې مونږ وړوكې وړوكې اټومي وسلې هم لرو كومې چې د ضرورت په وخت كارولې شو۔ كه هند د جنګ هڅه وكړه نو دا به وروستې جنګ وي٬ كه هند د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې د كشمير مسئلې د حل په پلو ځي نو بيا په مذاكراتو خبره كېدے شي۔