اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) د وزيراعظ?? د ??طلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ??ې حكومت د ټاكنو په كميسون كښې د سندھ او بلوچستان څخه د دوه نويو غړو ټاكنه د آئيني طريقه كار له مخې كړې٬ د آئين له مخې چيف الېكشن كمشنر د دې غړو نه د سوګند اخستلو نه د انكار كولو اختيار نه لري۔ د خالي په ورځ په يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د آئين له مخې چيف الېكشن كمشنر د دې غړو نه د سوګند اخستلو نه د انكار كولو اختيار نه لري۔ مونږ دواړه غړي ديانتدار او د قانون پوهان ګڼو۔ هغې ووئيل چې د ټول هېواد بار اېسوسي اېشنز او كونسلز ه?? د ??وي د ټاكنې ملاتړ كړے۔ د يادونې ده چې د چيف الېكشن كمشنر لخوا د صدارتي احكاماتو او د پ??رلمان نوټېفيكېشن نظر انداز كولو نه پس د سپريم كورټ بار صدر امان الله كنراني او د نورو وكيلانو تنظيمونو مشرانو د چيف الېكشن كمشنر دا اقدا?? د ??ئين په ضد ګرځولې دے۔ هغې ووئيل ??ې حكومت د آئين آرټيكل 209 له مخې د چيف الېكشن كمشنر په ضد ريفرنس دائر كولې شي٬ كه حكومت دا آئيني طريقه اختيار نه كړه نو د سندھ او بلوچستان وكيلان به د اګست په 27مه نېټه په خپله د ريفرنس خواست ??كړ??۔