اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) امريكې پاكستان لپاره د اېف 16 الوتكو تكنيكي مرستې لپاره د 12 كروړه 50 لكه ډالرو منظوري وركړه۔ د امريكې ډېفنس سېكورټي كوآپرېشن اېجنسې ډي ا??س سي ا?? لخوا جاري شوي بيان له مخې د الوتكو ب??تر?? او بحالې لپاره د مرستې منظوري د امريكې خارجه محكمې وركړې۔ د امريكائي محكمې لخوا دا اعلان د وزيراعظم عمران خان د واشنګټن د درې ورځنې سركاري دورې نه يو څو ورځې پس شوے په كومه ك??ې چې وزيراعظم عمران خان د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ او نورو اعلٰي چارواكو سره د دوه اړخيزه اړيكو په اړه تفصيلي خبرې كړې دي۔ د اېجنسې له مخې دې مجوزه پروګرام سره به په منطقه ك??ې پوځي توازن خراب نه شي۔