اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) وزیرا??ظم عمران خان سره د شورو په ورځ د متحده قومي موومنټ پلاوي ليدلي۔ په پلاوي كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير ډاكټر خالد مقبول صدیقي، د قانون وزير ډاکټر محمد فروغ نسیم، عامر خان، کنور نوید، وسیم اختر، امین الحق او فېصل سبزواري شامل وو۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار او د د وزيرا??ظم خاص مرستيال نعیم الحق هم موجود ٶ?? پلاوي وزیرا??ظم ته ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال كراچۍ او حېدرآباد كښې د جعلي ډوميستاټل په بنياد د ښار وګړي د سركاري نوكرو جائز حق څخه محروم ساتلې شوې دي۔ دوي غوښتنه وكړه چې دې بدعنوانۍ او د غېر قانوني عمل دې پلټنې وك??ې شي?? پلاوي خواست وكړو په صوبائي كچه د اېن اېف سي سپېځلې وېش باوري كولو لپاره دې په صوبائي مالياتي كمېسون عملدرآمد باوري ك??ې شي او د كمېسون تر جوړېدو دې دا خبره باوري ك??ې شي چې كراچۍ او حېدرآباد غوندې لويو ښارونو ته دې په پرمختيائي فنډز كښې جائز حق ورك??ې شي۔ د ملاقات په مهال كراچۍ كښې په پرمختيائي پروژو هم تفصيلي خبرې اترې وشوې